فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : دزده کړې خاوند ځوانان دهېوادملي پانګې دي .

کابل باختر دکب  يوولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر کمال سادات نن  دحامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې  دهېواد دهغو ځوانانو هرکلى وکړ  چې  دلوړو زده کړو ددورې  له بشپړولو وروسته  له المان څخه  هېواد ته راستانه شوي دي .
دحامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دېوې نجلۍ په ګډون  اتلس تنه  ځوانان  چې درې کاله مخکې  دماستري  دورې دبشپړولو په خاطر  دلوړو زده کړو له خوا  دالمان  دبوخم پوهنتون ته استول شوي وو،  دزده کړې ددورې له بشپړولو وروسته بيرته هېواد ته راستانه شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  دحامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې  ددغو ځوانانو دهرکلي په  وخت کې وويل  چې دزده کړې خاوند ځوانان دهېواد ملي پاڼګې دي او دافغانستان  په وده او سمسورتيا کې ارزښتناک رول لري .
ده ټينګار وکړ چې ځوانان بايد خپل زيات وخت  مطالعې او زده کړې ته وقف کړي  چې دهېواد  په ابادى کې رغنده او ارزښتناک رول ولوبوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته