کابل باختر د زمري اتمه :
په کندز ولايت کې شپږ کلي بيا دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل .
پوځي مقامات وايي چې دغه کلي يې تيرماښام دخان اباد ولسوالۍ کې له پوځي عملياتو وروسته دوسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو له منګولو څخه نيولي دي او هلې ځلې کوي چې هغه نور کلي هم بيرته ونيسي چې ديرغلګرو تر کنترول لاندې دي .
درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو په پراخ بريد سره دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې څه ناڅه اتيا کلي لاندې کړي و .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې پوځيانو ترماښام دعملياتوپه ترسره کولو سره دخان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې زيات پرمختګ کړى دى .
ده وويل دغو پوځيانو تراوسه پورې په خان ابادولسوالۍ کې اته کلي دطالبانو له کنترول څخه خلاص کړي دي او دغه راز خپل پرمختګ ته دوام ورکوي .
حسيني وايي چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى خو کره شمير يې څرګند نه دى .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل