ټولنه

په ننګرهار کې د جګړې له امله له بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

جلال آباد ښار /دسلواغې ۳ /باختر
په ننګرهار کې د جګړې له امله بې ځايه شويوکورنيو ته نغدې پیسې ووېشلې شوې .
دغه کورنۍ په اچین  ولسوالۍ کې له خپلو سیموڅخه دډار اچوونکو د  شتون   له امله ددغې ولسوالۍ بازار ته بې ځايه شوي دي .
دننګرهار درسنیو دفتر، داچین ولسوال عاشق الله  سادات له خولې خبر ورکړ چې په دې پړاو کې په ۶۲ جګړه ځپلو اوبې ځايه شويو کورنیوته دپیسو مرسته وشوه .
ویل کېږی په هرې کورني۱۸ زره افغانۍ مرسته ووېشل شوه .
دغه پیسې چې مرستندویه بنسټونو برابر کړي و دکار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولانو په بې ځايه شويو کورنیو ووېشل.
سیمه ییز مسولان وایي چې اوس اچین  دداعش په ډلې پورې اړوند کسانو له شتون څخه پاک شوی دی .
اوبې ځايه کورنۍ کولای شي خپلو کورونو ته بېرته لاړ شي. پای شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته