اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې ٢٥ ډالره کمښت راغلى دى

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په وړاندې کولوکې د تيرې اوونۍ د چارشنبې د ورځې په نسبت ٢٥ ډالره کمښت ليدل کيږي .
دتيرې اوونۍ دچارشنبې په ورځ يو انس سره زر په نړيوالو بازارونوکې په ١٣١٣ ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٢٨٨ ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانګ د مارکيټ د سرو زرو يو تن پلورونکى قاهر خان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يوګرام مصري سره زر دکابل په بازارونوکې په ٢٥٨٠ افغانيو ، کويټي په ٢٥٥٠ ، سنګارپوري په ٢٥٠٠ ، بحريني ٢١٥٠ ، عربي ٢١٠٠ ايرانى ١٨٠٠ اويوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠ افغانيو وړاندې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته