کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
په غور کې د “ملي دسترخوان” پروګرام له لارې پرون له ۶۰۰ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د غور د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رييس زکريا سيرت باختر آژانس ته وويل چې په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي او صابون شته او زياتره پر هغو کورنيو چې په هېواد کې د کروناويروس د خپرېدو له امله زيانمنې شوې وې، ووېشل شوې.
ختم- ج -ا
3 د یوې دقیقې څخه لږ