فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : نړيواله ټولنه دې د افغانستان ځوانانو ته جدي پاملرنه وکړئ

کابل باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين  ډاکتر کمال سادات د ځوانانو د اقتصادي او ټولنيزي شورا په اوومه  مجمع کې  چې د ملګرو ملتو د سازمان په مقر کې  د ټولنو په  جوړولو  او د انعطاف منلو کې  د ځوانانو د رول تر عنوان لاندې  جوړه شوې وه ، وويل ؛ چې  نړيواله ټولنه بايد دافغانستان ځوانانو ته  جدي پاملرنه وکړي.
د ځوانانو د چارو معينيت د خپرونو مديريت باختراژانس ته  خبر ورکړ.
سادات چې په دې غونډه کې يې د افغانستان په استازيتوب  ګډون کړى دى وويل چې،د افغانستان ځوانان  په سختو امنيتي اواقتصادي شرايطو کې    ژوند کوي،نو له همدې امله جدي اړتيا ده چې، مرستندويه هېوادونه او نړيواله ټولنه  له دغو  ځوانانوسره  مرسته وکړي.
ده زياته کړه ؛ د ځوانانو د چارو معينيت  د ملګروملتو د سازمان په همکارۍ   په زياتو هلوځلو سره   د ځوانانو د اړتياو د لرې کولو ، په پنځو موردو کې د ځوانانو ملي ستراتيژي   چې  جدې اړتيا ورته احساس کېږي برابره کړې ده،   چې په نږدې راتلوونکي کې به د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د جمهور ريېس له خوا لاسليک شي .
ده  له نړيوالې ټولنې  او له  مرستندويو هېوادونو څخه وغوښتل چې، د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د تطبيق لپاره  چې  د پنځو کلونو لپاره  جوړه شوې  ده، مالي مرسته وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين  ډاکتر  کمال سادات د ملګروملتو په سازمان کې د افغانستان   له دايمي استازي محمود صيقل سره وکتل.
په دې کتنه کې د ځوانانو د چارو معينيت د فعاليتونو، برياليتوبونو او پروګرامونو په باب خبرې اترې وشوې.
په دې نړيواله غونډه کې د ملګرو ملتو سازمان د زياترو غړو هېوادونو استازو
ګډون کړى دى. پاى   ج   ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته