کابل باختر دکب اوومه نيټه :
د هرات ولايت يو پوځي د اداري فساد له امله د رامنځته شويو جرمونو د ابتداييه محکمې له خوا د يوکال او شپږو مياشتو په بند محکوم شو.
تورن چې له خپل وظيفوي صلاحيت څخه د ناوړې استفادې په قضيه کې ترڅارنې لاندېنيول شوى و؛ له اداري فسادڅخه د رامنځته شويوجرمونو دابتداييه محکمې په قضايي علني غونډه کې چې د قضاوتيار شيرآقا منيب په مشرۍ جوړه شوې وه؛ محاکمه او مجازات شو.
ويل کيږي چې تورن په لومړنيوتحقيقاتوکې هم په خپل جرم اعتراف کړى و چې په دې غونډه کې په يوکال او شپږو مياشتو تنفيذي بندپه مجازاتو محکوم شو.
له اداري فساد څخه د رامنځته شويو جرمونو د ابتداييه محکمې مسوولينو د تورن د استنياف غوښتنې حق محفوظ اعلام کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل