تهران نړيوالي خبري منابع باختر دزمرى دمياشتې ٢٥
دايران داسلامي جمهوريت جمهور رييس حسن روحاني د دغه هيواد دبهرنيو چارو پخواني وزير دايران داټومي انرژي دسازمان درييس او دجمهوري رياست دمرستيال په توګه وټاکه .
صالحي په تيرو دريو کلونو کې دايران دبهرنيو چارو وزير و او له هغه مخکې هم داحمدي نژاد د جمهوري رياست ددويمې دورې په لومړيو کلونو کې دايران داټومي انرژي دسازمان رييس و .
دده دټاکنې خبر لومړى په غير رسمي رسنيو کې خپور شو او دايران ددولت رسمي خبري آژانس ايرنا د جمهور رييس د سلاکار محمدرضاصادق له خولې دغه ټاکنه تائيد کړې ده .
د ايران اټومي پروګرام په تيره بيا په وروستيو دوو لسيزو کې له شخړو ډک دى .
تهران تل ويلي دي چې د اټومي پروګرام هدف يې يوازې سوله ييز دى.
په وروستيو دوو کلونو کې امريکا او د اروپا اتحاديې د ملګروملتو دسازمان له پريکړه ليک سره سم د يورانيمو د بډ اى کولو ځنډولو ته دايران داړ ايستلو لپاره ددغه هيواد پرخلاف سخت بنديزونه وضع کړي دي .