الجزيره ايرنا دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
دليبيا دکورنيو چارو وزارت له نړيوالو پوليسو انترپول څخه وغوښتل چې له الجزاير څخه دقذافي دکورنۍ اوپه هغې پوري داړوندو فراريانو دبيرته ستنولو زمينه برابره کړي .
دليبيا دکورنيو چارو وزير اعلام وکړ چې ددغه هيواد دولت له الجزاير څخه دعايشه قذافي اودليبيا دپخواني ديکتاتور دکورنۍ دنورو غړو په ستنولو ټينګار کوي .
دليبيا دکورنيو چارو وزير ټينګارکوي چې ددغه هيواد په محکموکې دقذافي دکورنۍ دمحاکمې شرايط برابرشوي دي او نړيوالو پوليسو هم ددوى دستنولو لپاره دليبيا مسوولينو ته لازم ضمانتونه ورکړي دي .