امنیت

د ترورستي ډلو د خپلو لپاره بدخشان ته د اردو ې يوې سترې قطعې استول.

کابل- باختر دزمري دمياشتې ٣١
په داسې حال کې چې طالبانو او نورو  ترورستي ډلو په  بدخشان ولايت کې خپل شتون او فعاليت  زيات کړى دى ، افغان پوځي مقاماتو په دغه ولايت کې دبنسټپالنې دجړو دايستلو په خاطر ديوې سترې پوځي قطعې د استولو  خبر  ورکړ.
دغه  يو زرو پنځه سوه کسيزه قطعه پرون د بدخشان ولايت مرکز فيض  آباد  ته ورسيده  او ټاکل شوې ده  ډير  ژر په بهارک  ولسوالۍ کې په ځاى پرځاى کيدو سره د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د ترورستيځالودله منځه وړلو لپاره خپل کار پيل کړي .
هيله کيږي دغه ځواکونه چې په سپکو او درندو  وسلو سمبال دي د بدخشان ولايت په ځينو سيمو د ترورستي ډلو په پټنځايونو يو لړ عمليات ترسره کړي .
د اردو ددغې قطعې قوماندان جنرال عبدالروف  ارغنديوال باخترآژانس ته وويل : لومړى دوي کوښښ کوي چې له قومي مشرانو سره  د خبروله لارې طالبان او نورې تروريستي ډلې  روغې جوړې ته  وهڅوي اوکه چيرې دغه خبرې ګټورې نه وى  بيا په پوځي اقدام لاس پورې کړي .
د دغې پوځي قطعې قوماندان د وردوج  په ولسوالۍ کې  دترورستي ډلو زيات شتون ته  په اشارې سره  وايي ،  په پيل کې به  د تروريستانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ د پاکولو په خاطر اقدام وکړي  .
په داسې حال کې چې دبدخشان ولايت له موقتي ادارې وروسته په لومړيو اتوکلونو کې دافغانستان له امنو سيمو څخه شمير کيده  په  وروستيو دريو کلونو کې  له پاکستان سره  د ګډې  پولې د لرلو په نسبت د ترورستي ډلو او په  تيربيا دطالبانو او پاکستاني جګړه  مارانو د مخ په زياتيدونکو فعاليتونو  ډګر وو.
ددغه ولايت د  وردوج ولسوالۍ چې   دوريښمو د لارې داحيا کولو او له چين سره دافغانستان د نښلولو لپاره  ډيره مهمه سيمه  ده .
په وروستيو کلونو کې د دغو ترورستي ډلو د زياتو بريدونو او دملکي وګړو  او وژلو شاهدو.
دافغانستان د ملي امنيت د لوى رياست په ګډون حکومتي مقامات څو څو ځلې په پاکستان باندې د تروريستي ډلو او په بدخشان ولايت کې د دغو ډلو د ډاراچونکو بريدونو د زياتولو دملاتړ تور لګوي.
دبدخشان سيمه ييز مقامات وايي چې ددغې لارې لپاره دافغانستان د هلوځلو په بهير کې لومړي به  د ور دوج ولسوالۍ د ترورستي ډلو له شتون  څخه پاکه کړي .
د ملي اردو د يو زرو  پنځه سوه  کسيزې قطعې قوماندان  جنـــــرال  عبدالروف ارغنديوال وايي ، چې دغه ځواکونه  په سپکو او درندو وسلو سمبال دي او دهوايي  ځواکونو ملاتړ هم لري او کولاى شي په  لنډ ممکن وخت کې بدخشان د ترورستي ډلو له پټنځايونو څخه پاکه کړي .
له بله پلوه  دبدخشان والي شاه ولي الله اديب  پرون په  دغه  ولايت کې  د دغو ځواکونو قوماندان سره په کتنه کې وويل  : چې د دغو ځواکونو استول د تروريزم ددجرړو  دايستلو په لاره کې دافغانستان د دولت دپياوړې ارادې ښکارندوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته