امنیت

څلور طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پرون د کومانډویانو په بريد کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل چې پر دغو وسله والو طالبانو د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په بولان سيمه کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول چې په پایله کې ۴ وسله وال طالبانووژل شول او ٢ نور یې ټپيان شول.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٧ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د هلمند يوې امنيتي سرچینې وويل چې دغه ماينونه وسله والو طالبانو په ګڼ مېشتولارو کې ښخ کړى و .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته