ټولنه

په المان کې افغان مهاجرينو په مزارشريف ښار کې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړه

کابل /د لېندۍ ٢٦مه/باختر
په المان کې افغان مهاجرينو د مرستندويو موسسو له لارې پرون په مزارشريف ښار کې په ٦٠٠اړوکورنيوخوراکي اوسوند توکې او د ژمني جامې ووېشلې.
د يونين د خيريه بنسټ د مرستو د وېشلو مسوول امجد صافي باخترآژانس ته وويل په آلمان کې افغان مهاجرينو د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت د انديښنې وړ وباله او تصميم يې ونيوه چې په دې ساړه ژمي کې په بې وزلو خلکو خوراکي توکي او جامي و وېشي، چې د بلخ په ولايت کې نږدې ٦٠٠ بې وزله کورنۍ سروې شوې دي په یادو کورنیو خوراکې توکي او جامې و وېشل شوې.
د صافي د څرګندولو له مخې؛ په هرې کورنى دوه بورۍ اوړه ، دوه بوشکې غوړي، لوبيا، وريجې، دوه شړۍ، د ګازو بالون او ګازي بخارۍ چې ارزښت يې ١٧٠٠٠افغانۍ کيږي و وېشلې.
هغه دغه راز وويل چې دغې مرستې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم دوام کوي.
د يادونې وړ ده چې پرون هم يوملي سوداګر د بلخ د پوهنې رياست په نږدې ١٠٠٠ ښوونکو اوړه او غوړي وېشلي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته