امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

-کابل باختر د وري  اتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په فارياب  ولايت کې دافغان پوځيانو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول .
دفارياب دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتي  دفتر مسوول باختر اژانس ته وويل دغه طالبان تيره شپه ددغه ولايت دپښتون کوټ په ولسوالۍ کې دافغان پوځيانو او وګړني پاڅون کوونکوپه عملياتو کې ووژل شول .
ده وويل په دغو عملياتو کې يوبل طالب  ټپي شو او ددغې ولسوالۍ دچقر بلاق ،  کسته قلعه ،  ترکمنستان او دملايان کلي  دطالبانو له شتون  څخه پاک شول .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته