روغتیا

په لغمان کې به څه د باسه دوه سوه زره ماشومان واکسین شي

مهتر لام باختر  د لړم ۲۶ مه
د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به څه د پاسه دوه سوه زره ماشومانو ته د شري او د پولیو  د ناروغۍ څخه د مخنیوي څاڅکي ورکړ شي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالمعروف جلیلي باختر اژانس ته وویل چې په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې به (دوه سوه څلویښت زره او نهه سوه اته) تنه ماشومان چې  عمرونه یې له نهه میاشتو څخه تر لس کلونو پورې د شري واکسین به ورته تطبیق شي.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز به په مرکز او ولسوالیو  کې ( یو سلو اته شپیته زره دوه سوه اته ) تنو ماشومانو ته چې عمرونه یې  له  پنځو کلونو څخه کم وي د پولیو دوه څاڅکي ورکړ شي.
د عامې روغتیا رییس د عامه پوهاوي په برخه کې یادونه وکړه چې د ټول ولایت په کچه ورسره اړوندې ادارې په ښه ډول همکارې دي، چې له امله یې په لغمان ولایت کې هیڅ د پولیو مثبته پیښه نشته دی.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د ملي راډیو ټلویزیون امر هم د واکیسینونو په ښه تطبیق کې له خپل لوري د عامه پوهاوي او نورو برخو کې د مرستو یادونه وکړه.
د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په خپلو خبرو کې لومړی د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو مننه وکړه چې په ښه ډول یې د پولیو او شري واکسین تطبیق ته امادګي نیولې ده.
هغه وویل، د عامې روغتیا اداره دې په مرکز او ولسوالیو کې د دغې کمپاین تطبیق په ایماندارۍ او ښه ډول ترسره کړي.
د یادنې وړ ده چې د پولیو اوشري دا ګډ واکسین به لس ورځې ادامه ولري چې د سلګونو روغتاپالانو له لوري به په مرکز او ولسوالیو کې تطبیق شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته