ټولنه

په بغلان کې اووه پلونه جوړيږي

_   پلخمري  باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
په بغلان ولايت کې د موټرو د تګ راتګ او د لارويانو د اوو پلونو د جوړولو کار پيل شو.
د بغلان ولايت د کليوالي لارو د جوړولو مسوول انجنير محمدرحيم صالح زي باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه پلونه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ١٣٢ ميليونو ٥٠٠ زره افغانيو په لګښت په يوه کال کې جوړيږي.
ده زياته کړه: دغه پلونه د ده صلاح، پل حصار او خوست په ولسواليو او د پلخمري ښار په مربوطاتوکې جوړيږي چې د تګ راتګ له امله د سيمې د اوسيدونکو ستونزې لرې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته