ټولنه

سږ کال به په قندهار کې ۷۵۰۰۰۰ نيالګي کېښودل شي

قندهار باختر د سلواغې ۳ مه
په قندهار کې د نهال اېښودنې پسرلنی کمپاین (ثمر لرونکي نیالګي د اقتصاد او غیر ثمر لرونکي نیالګي د ښکلا لپاره) له شعارسره پیل شو.
دغه کمپاین د قندهار د والي تورن جنرال زلمي وېسا له خوا د دغه ولايت په کوکران فارم کې د نهال په اېښودلو سره پيل شو.
د قندهار والي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وويل چې،سږ کال به د دغه کمپاين پر مهال ۷۵۰۰۰۰ ثمر لرونکي او غیر ثمر لرونکي نيالګي د دغه ولایت په ښار او ولسواليو کي کښېنول شي.
هغه زیاته کړه چې دغه راز به سږ کال د کرنې ریاست له خوا پر ۱۰۰۰۰ زره جریبه ځمکه نوي بڼوڼه هم جوړ شي.
هغه وویل، ولايتي اداره هڅه کوي چې، د کرنې له لارې د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته