امنیت

د اوو تنو پاکستاني طالبانو مړي اړوندو مسوولينو ته وسپارل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٨ :
د اوو تنو پاکستاني طالبانو مړي په تورخم کې د پاکستان سرحدي مسوولينوته  وسپارل شول .
دغه پاکستانيان د روان کال  دغبرګولي دمياشتې په ٢٥ نيټه د يکشنبې په ورځ   د لغمان ولايت ددولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتوکې له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښته کې وژل شوي وو چې مړي يې د دوشنبې په ورځ تورخم ته ليږدول شوي و.
په تورخم کې سيمه ييز مسوولين وايي چې د وژل شويوکسانو مړي  د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې په مرسته په تورخم کې د پاکستان سرحدي مسوولينو ته سپارل شوي دي.
په افغانستان کې سياسي کارپوهان په دې باور دي چې دپاکستان سرحدي مسوولينو ته د تروريستو پاکستانيانو د مړو سپارل د دې کارڅرګندوى دي چې د طالبانو ترڅنګ دپاکستانيانو دشتون او دافغانستان په ويجاړولو او زموږ دخلکو په وژنه کې د هغوى د ونډې په باب د افغانستان د دولت ادعايو واقعيت دى .
دغه پاکستانيان زموږ د هېواد په يوه برخه کې له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښته کې په داسې حال کې وژل کيږي چې په افغانستان کې دطالبانو ترڅنګ د سلګونو تنو پاکستانيانو د شتون په باب خبرونه شتون لري او ډير نوى خبريې په نورستان کې د هغو وسله والو کسانو  شتون دى چې دنقاب لرونکو کسانو په نامه  چې ځانګړې پوځي  او کوماندويي زده کړې يې کړې دي؛ شهرت پيدا کړى دى .
دغه کسان چې د سيمې د خلکو  له ژبې سره بلدتيا نه لري او په پخپله هم خبرې نه کوي او څوک نه پوهيږي چې په کومه ژبه خبرې کوي. يقين ته نږدې شک او ګومانونه دي چې دغه کسان پاکستانيان دي چې د استخباراتي سازمانونوپه لارښونه افغانستان ته راغلي دي.
په افغانستان کې د وژل شويوپاکستانيانو د مړو سپارل دا کار ثابتوي چې  پاکستانيان په بېلابېلو انګيزو سره دافغانستان په قضيه کې ښکيل دي او دسيمې استخباراتي سازمانونه د هغوى په سوق او اداره کې رول لري.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني واکمنان په افغانستان کې د ثبات لپاره  د همکارۍ خبرې کوي، خو د قضيې په بل اړخ کې ستونزې پيدا کوي او د نورو هېوادونو په وسله والو شخړوکې ددغه هېواد داتباعو شتون دتوجيه وړ نه دى
له منل شويو نړيوالو معيارونو سره سم پاکستان بايد په نورو هېوادونوکې داتباعو په کړنو خبر وي  او پرې نږدي چې ددغه هېواد اتباع په نورو هېوادونوکې وينه تويې کړي او په ورانکارو عملونو لاس پوې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته