سیاست

د هېواد اجرائيه رئيس د ګردېز په جامع جومات کې له خلکو سره خبرې وکړې

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پکتیا ته د خپل سفر په لړ کې د ګردېز ښار په جامج جومات کې د تېر ماښام لمانځه لپاره ورغی او د هغه ولایت خلکو ته یې د پکتیا د خونړي برید د شهیدانو او ټپيانو په اړه چې په کې د امینه قومندان په ګډون یوشمېرهېوادوال شهیدان شول، دډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
اجرائيه رئيس د ترهګرو دغه ډارن برید په کلکه وغانده، د امنیتي ځواکونو مېړانې او سرښندنې یې وستایلې او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې د افغان ځواکونو پر حقانیت ټينګار وکړ.
ده تاکید وکړ چې د ملي یووالي حکومت د خپلو خلکو ترڅنګ دى او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې د خلکو لوړ مورال وستایه.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته