خبرونهاقتصادټولنهTOP

کابل کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې شوې

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د لسمې ناحیې اړوند په ۱۱م ۱۴م، ۱۵م او ۲۵م ګذرونو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل چې دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د هغو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د هواري په موخه چې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، په ١١م ګذر کې سړک د ٦٤٠ مترو په اوږدوالي او له ٣.۵ څخه تر ۵.۲مترو په سور، په ١٤م ګذر کې سړک د ۸۵۷ مترو په اوږدوالي او له ۴ څخه تر ۵.۴ مترو په سور، په ١٥م ګذر کې د ٦٩٠ مترو په اوږدوالي او ۴ متره سور او په ۲۵م ګذر کې سړک د ۷۱۵ مترو په اوږدوالي او له ۳.۷ څخه تر ۴ مترو په سور د لښتیو په ګډون، په ټولیزه توګه د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو له لارې هره ورځ ۲۰۰ تنه ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته