امنیت

دطالبانو له خوا ديومخابراتي آنتن دويجاړيدو له امله په بادغيس کې دټيلفوني اړيکو ګډوډيدل .

-کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
وسله والو طالبانو دروشن دمخابراتي شرکت ديوه آنتن په ويجاړولو سره  دبادغيس ولايت په ځينو سيمو کې ددغې شبکې ټيلفوني اړيکې  ګډې وډې کړې
يرغلګرو  تيره شپه دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ دبازار تو په نامه کلي کې دغه مخابراتي آنتن  دبم په کارولو سره ويجاړ کړ .
دبالامرغاب ولسوالۍ يو اوسيدونکى سهراب وايي چې ددغې مخابراتي ستنې په ويجاړيدو سره دروشن دمخابراتي شبکې په فعاليت او آنتن  ورکولو کې ستونزه پيدا شوې ده .
په همدې حال کې په بادغيس کې دعملياتي کنډک قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغه مخابراتي آنتن  دبم ايښودونکو طالبانو دپيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
ده وويل چې دروشن دمخابراتي شرکت تخنيکي ټيمونه دغه کلي ته تللي دي اودويجاړې شوې ستنې دترميمولو لپاره هلې ځلې  دوام لري 
څه موده مخکې هم وسله والو طالبانو په همدې کلي کې د ام -ټي -ان دمخابراتي شرکت يو آنتن له  بم څخه په استفادې سره ويجاړ کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته