کابل باختر د وږي دريمه :
دهېواد په ختيځ کې دتورخم په لويه لاره کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او څه ناڅه اووه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې دوه مسافر وړونکي موټرونه له يوبل سره ټکر وکړ ،
د ننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پيښه کې دوه تنه مسافران ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دموټر چلوونکو ګړندي توب او بې احتياطي ددغې ترافيکي پيښې اصلي علت بلل شوى دى .
دغه پيښه دجلال اباد _ تورخم په لويه لاره کې دمومند درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده .
دننګرهار ولايت په يو روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللې دى .
ختم_ ج _ اکرم