ټولنه

د لويې څارنوالۍ د هيئت له خوا د هرات د مرکزي جيل د بنديانو د حالت څيړنه

هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ : د لويې څارنوالۍ هيئت د هرات جيل د حالت د څيړنې او څارنې په مقصد هرات ولايت ته سفر وکړ. په دغه هيئت کې د لويې څارنوالۍ د آزادۍ د سلبولو د سيمو د څارنې رياست لوړ پوړي غړي شامل دي. د انصار زون او د ولايت د مقام سرپرست قوماندان جنرال محمدجمعه عديل په کتنه کې وويل: په هرات ولايت کې د خپلې استوګنې په بهيرکې د هغو بنديانو ستونزې چې له ايران څخه هرات ته ليږدول شوي دي، وڅيړي. د هرات ولايت د استيناف د څارنوالۍ رئيس خواجه عبدالحق احمدي هم په ايران کې د متهمينو جرمي دوسيو ته د رسيدو د جدي شکايتونو له موجوديت څخه يادونه وکړه. ويل کيږي،٤٢٠ تنه افغان بنديان چې په ايران کې ساتل کيدل، هرات ولايت ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيز موافقه ليک له مخې ليږدول شوي دي. ټاکل شوې ده دغه کسان د خپل بندپاتې موده په خپل هېوادکې تېره کړي. جنرال محمدجمعه عديل هم د خلکو او په تېره بيا د بنديانو د حقوقو په رعايتولو ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته