امنیت

امريکايي مقاماتو په افغانستان کې ديوه خبريال وژل کيدل تاييد کړل .

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو تاييد کړه چې ددغه هېواد يو خبريال  له خپل افغانستاني عکاس سره دطالبانو په بريد کې وژل شوى دى .
دامريکا ديوې راډيويي شبکې  خبريال ديويد ګلکي او دده عکاس او ژباړونکى ذبيح الله تمنا پرون دافغانستان په جنوب هلمند  ولايت  کې دطالبانو په راکټي بريد کې ووژل شول .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت يوه مقام ددغه هېواد رسنيو ته دديويدګلکي او دهغه دافغاني همکار ذبيح الله  دوژل کيدوخبر  تاييد کړى دى .
درارسيدلو خبرونو له مخې: دغه دوه تنه خبريالان له لښکرګاه ښار څخه دمارجې ولسوالۍ په لور روان و چې دسپرلۍ په موټر يې د طالبانو له خوا راکټي بريد وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته