ورزش

ګلوبل ترست اتل شو

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
له دولس کلنى څخه ښکته د تنکيو ځوانانو د فوټبال غوره سيالۍ نن د ګلوبل ترست ټيم په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر آژانس ته وويل: په هغې وروستۍ لوبه کې چې د پامير او ګلوبل ترست د ټيمونو ترمنځ ترسره شوه؛ لوبه د دواړو ټيمونو ترمنځ له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده او د پنالټي په ګوزارونو لوبه سره د يوې په وړاندې په څلورو سره د ګلوبل ترست په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم له دولس کلنى څخه ښکته د تنکيو ځوانانو د فوټبال د غوره سياليو اتل شو.
قيومي وويل: پامير او يونايتد سادات د دغو سياليو دويم او دريم مقامونه وګټل او د دغو سياليو د ډير ښه ګول وهوونکى کپ له پامير ټيم څخه محمد شريق امين زاده ته ورکړى شوى او د ډير ښه لوبغاړى مډال د برادران عزت الهي له ټيم څخه په کوچني لوبغاړي محدني پورې اړه پيدا کړه .
دغه سيالۍ څوارلس ورځې مخکې د غازي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته