کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
دهېواد معلولو نجونو د ولچر پرمخ دباسکتبال ورزشکارانو دڅلورو لوبو په ګټلو د دو لوبو په بايلولو او د دريم مقام په ګټلو سر سره داندونيزيا د ٢٠١٨ ميلادي کال دپارالمپيک په سياليو کې دګډون جواز ترلاسه کړ.
دنجونو د ولچر پرمخ د نجونو باسکتبال ټيم په وروستۍ لوبه کې داته ويشتو په وړاندې په شپږ څلويښتو سره د کمبوديا ټيم ته ماتې ورکړه چې مخکې له دې په ګروپي پړاو کې دغه ټيم د هند او لاووس ټيمونو ته هم ماتې ورکړې وه. خو دتايلند دټيم په وړاندې يې ماتې وخوړه.
دغه سيالۍ چې له تيرې اوونۍ راهيسې دتايلند په کوربه توب داندونيزيا د ٢٠١٨ ميلادي کال دپارالمپيک په سياليو کې د ونډې دترلاسه کولو په خاطر ترسره شوې وې له افغانستان څخه دنجونو او هلکانو د ولچر پرمخ د ولچر ټيمونو ګډون کړى وو.
ويل کيږي دا لومړى ځل دى چې معلولو نجونو دباسکتبال ټيم داسيايي پارالمپيک په سياليو کې ونډه ترلاسه کوي.پاى سعيده ذ