امنیت

نهه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.

کابل – باختر دسلواغۍ اتمه :
دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې نهه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ . په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دامنيتي ځواکونو ديو لړ عملياتو په بهير کې چې ترسره شول نهه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول، له دغو ځواکونو سره په جګړه کې دوه تنه نور وسله وال مخالفين ووژل شول.
ويل شوي دي چې ددغو عملياتو په بهير کې پنځه کلاشينکوفونه دوه داشکې ،دوسايطو ضد پنځه ويشت ماينونه سل کيلوګرامه چاويدونکي توکي څلور سوه دوه نوى کيلوګرامه نشه يي توکي ، اويوه اندازه پوځي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته