سیاست

تبصره

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢١
جمهور رييس غني د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، لکه څنګه چې تروريزم يې د ځان لپاره تعريف کړى دى؛ د افغانستان په اړوند هم په هماغو اصولو پابند واوسي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
د هېواد ځينې سيمې په تېره بيا پايتخت کابل په وروستيو ورځوکې د تروريستي بريدونو په څپوکې لتاړ دى .
د هېواد له امنيتي ارګانونو او بنسټونو سره داسې معتبر سندونه شته چې د دغو ټولو پيښو پروګرامونه د هېواد له پولو څخه بهر جوړ شوي دي او تروريستانو له بهر څخه په افغانستان کې نفوذ کړى دى.
په هېوادکې د تروريستي بريدونو څپې په داسې حال رامنځته کيږي چې د ملاعمر د مړينې خبر د دوو کلونو له تېرېدو وروسته اعلام شو . د ملاعمر د مړينې دخبر پټولو د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د نظر اختلاف جدي کړ او ګډوډي د طالبانوتشکيلات ګواښوي.
سياسي کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د تروريستي بريدونو پراختيا له هغو اختلافونو سره چې د طالبانو ترمنځ شته؛ اړيکې پيدا کوي او د سيمې استخباراتي سازمانونه چې د طالبانو په پيدايښت، هغوى ته په قوت ورکولو او په پاى کې د دغې ډلې د مشرانو د کار په پاى ته رسولوکې رول لري؛ هلې ځلې کوي چې د افغانستان په دننه کې د تروريستي بريدونو په پراختيا سره نه يوازې د دغې ډلې د ټوټې ټوټې کيدو  مخه ونيسي؛ بلکې د طالبانو تېروتلو او غولول شويوکسانو ته مورال ورکړى.
د افغانستان امنيتي ادارې او د دغه هېواد خلک په جدي توګه په دې باور دي چې په ولايتونوکې له نا امنيو څخه نيولې تر چاودنو، ځانمرګو او بمي بريدونو،د دولت او د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په خبروکې تر ځنډ او اقتصادي ستونزو پورې ټولې اوسنې ناخوالې هغه بهرني پديدې دي چې د افغانستان په خلکو تپلې شوې دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د هغو لسو مياشتو په بهيرکې چې له جوړيدو څخه يې تېريږي؛ هلې ځلې کړې دي چې پاکستان دې د افغانستان د خلکو پرخلاف خپله نيابتي جګړه پاى ته ورسوي؛ سيمه ييزه همکاري او همغږي غوره کړي او پاکستان دې ته وهڅوي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين خبرو او تفاهم ته راوکاږي. په دې موده کې په ښکاره يو لړ پرمختګونه وشول؛ د پاکستان کلکې ژمنې او په کابل کې د دغه هېواد خواږه الفاظ او ډيپلوماتيکي هڅې په هيلو سره تعقيبې شوې. خو وروستيو پيښو او انکشافاتو وښودله چې بايد زيات خوشبين ونه اوسوو؛ ځکه لا تر اوسه پورې هم پاکستانيان د افغانستان په وړاندې سليقوي او ستراتيژيکي نظر لري.
د ملي وحدت د حکومت مشرانو وړمه ورځ په هغو رسمي غونډو کې يې چې لرلې يې؛ د هغو وروستيو انکشافاتو او تروريستي پيښو په وړاندې چې زموږ د دګڼ شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کيدو سبب شوې؛ خپل دريځ بيان کړ.
جمهور رييس غني په څرګند او په ډانګ پيلي ډول د پاکستان د حکومت په پته وويل: دغه هېواد دې لکه څنګه چې تروريزم يې ځانته تعريف کړى دى؛ د افغانستان په نسبت هم په هماغو اصولو پابند واوسي.
ده له پاکستان او طالبانو سره د تفاهم او خبرو، د جګړې د بندولو، په سيمه کې د ټيکاو د اعاده کولو او د تروريزم او بڼسټپالنې له ډولونو سره د مقابلې په مقصد د يو موټيوب په خاطر د افغانستان د دولت له خوا د برابرو شويو فرصتونو او د ترسره شويو هڅو په يادونې سره وويل: د دغې مودې په بهيرکې دې ته سترګې پرلاره وو چې پاکستاني لوري خپله اراده او ظرفيت په عمل کې وښيي، خو پاکستان لا تراوسه پورې هم د داسې غونډو د جوړولو ډګر دى چې مزدور ګوډاګيان له دغه ځاى څخه موږ ته د جګړې پيغام را ليږي او لا تراوسه پورې د ځانمرګو ځالي او د بمونو د جوړولو فابريکې چې زموږ بې ګناه خلک وژني؛ د پخوا په شان په دغه هيواد کې فعالې دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله د وزيرانو شورا په وروستۍ غونډه کې په ډاګه کړه: ټول په دې پوهيږو چې د تروريستي بريدونو اصلي عاملين هغه کسان چې د دغه شان عملونو پروګرامونه جوړوي او عملي کوي يې؛ د افغانستان له پولې څخه بهر دي .
ډاکترعبدالله وايي: ((هيڅ د شک ځاى نه دى، هغه ټول کسان چې په پوره بې شرمۍ سره په جنايتونو لاس پورې کوي او د مسووليت ادعا کوي؛ په پاکستان کې ديره دي .))
ډاکتر عبدالله ټينګارکوي: د پاکستان د اسلامي جمهوريت له واکمنانو څخه زموږ هيله صادقانه اقدام دى؛ نه پَستې او له هيلو ډکې خبرې.
د ملي وحدت د حکومت د مشرانو له څرګندونو څخه جوتيږي چې پاکستان په خبرو او الفاظو سره هلې ځلې کړې دي چې افغانان او د نړۍ خلک وغولوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان او د سيمې په وړاندې يې له خپلو ستراتيژيو او پروګرامونو څخه لاس نه دى اخستى.
وروستيو انکشافاتو وښودله چې پاکستان په صداقت او ژمنتوب سره عمل نه کوي، تروريزم هماغه شان فعال دى او افراطيون د پخوا په شان له پاکستان څخه په افغانستان باندې بريدونه کوي؛ نو زياتې پوښتې شته چې بايد اسلام آباد ورته ځواب ووايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته