ټولنه

په هلمند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۱ پېښې ثبت شوې دي

لښکر ګاه باختر د لیندۍ ۴ مه
په تېر نږدې يوه کال کې په هلمند ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۱ قضيې ثبت شوې چې ځينې يې د ښځو چارو ریاست له  لوري حل شوې او پاتې نور یې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږدول شوې دي.
دغه څرګندونې د هلمند و لایت د ښځو چارو رئیسې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه د مخنیوي په پار په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر  له مخې:
په دې غونډه کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان وويل: له ښځو سره تاوتريخوالی يوه ناوړه پديده، چې د مخنيوي لپاره يې جدي کار ته اړتيا ده.
هغه په خپلو خبرو کې د ښځو رول ته د اسلام مبارک دین له مخې اشاره وکړه او زياته يې کړه: د اسلام مقدس دين د يوې داسې بشري ټولنې غوښتونکى دى چې له هر ډول بد اخلاقيو نه پاکه وي او دا هغه وخت کيدای شي چې ښځه په ټولنه کې خپل حقونه او د کار کولو ساحه وپيژني.
جنرال ياسين خان د افغاني ټولني اصلي تصوير او څرنګوالي ته په اشارې سره وويل: زموږ ټولنې هم ښځو ته په خاص اهميت کتلي، خو له بده مرغه، چې ښځې لاهم د ناسمو دودونو، ناپوهۍ او دوامداره جګړو له کبله زیانمنې او د تاوتريخوالي سره مخامخ دي.
هغه د ښځو چارو رياست او عدلي او قضايي ارګانونو څخه وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې جدي ونيسي او عاملينو ته يې کلکه سزا ورکړي.
په غونډه کې د ښځو چارو رئيسې وويل:  په تېر نېږدې يو کال کې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۱ قضيې ثبت شوي، چې ځيني يې د همدې رياست له لارې حل شوي او پاتې نور عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږدول شوي دي.
د ولايتي شورا رئيس عطاءالله افغان له کورنيو وغوښتل، چې ښځو ته د اسلام مبارک دين پر بناء حقوق  ورکړي او له هر ډول تاوتريخوالي څخه يې ډډه وکړي.
د استناف څارنوالۍ رئيس محمد عيسی ابراهيم خېل بيا د افغانستان د نافذه قوانينو پر بنسټ د ښځو سره د تاوتريخوالي او زورونې په اړه د جدي چلند خبره وکړه او ټينګار يې وکړ، چې ددې ډول پېښو عاملينو سره د قانون پر بنسټ جدي چلند کېږي.
غونډه کې يو شمېر نورو ويناوالو هم خبرې وکړې او دغه راز د ښځو چارو رياست له لوري د هلمند والي او د ځينو نورو ادارو مسوولينو ته د ښځو ژوند ته د پاملرنې امله او همکارۍ په پار ستاينلينکونه ورکړل شول.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته