فرهنګ

په هرات کې دميناتورى دنندارتون جوړول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دهرات دميناتوري شپږم دوه کلن نندارتون پرانستل شو .
دغه هنري نندارتون نن دهرات پوهنتون دمسوولانو ، استادانو ، محصلانو او دځينو مدني فعالانو په ګډون دښکلو هنرونو په سالون کې پرانستل شو .
دهرات پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي رييس محمد توفيق رحماني دهغو استادانو   او محصلانو دستاينې  په ترڅ کې  چې ددغه نندارتون دجوړولو په لاره کې يې هلې ځلې وکړې وويل چې ددغه نندارتون جوړول  دهرات  دهنرمندانو د دوه کلنو  دهلوځلو او پروګرامونو نتيجه ده چې له شپيتو برخه والو څخه دميناتوري او تزهيب ٢٢٤ هنري اثار په دې نندارتون کې دمينه والو نندارې ته وړاندې شوي دي .
  دهرات دښکلو هنرونو دپوهنځي رييس وويل دميناتوري  د ديپارتمنت موخه دهنري استقلاليت رامنځته کول  او دغه راز دهغه شخص  دچلندونو برابرول  دي چې خپل مخاطب  ته  دويلو لپاره کومه خبره ولري .
دپروګرام په دوام استادې صالحې وفا او استاد عبدالناصر  صوابي  په ټولنه کې دهنراو هنرمند د ارزښت  او په ورسوتيو کلونو کې دهنر دپراختياپه باب خبرې وکړې .
دهرات پوهنتون رييس پوهندوى ډاکتر عبدالله فايز دغونډې دکار دنتيجو دڅيړنې په ترڅ کې وويل لکه څنګه چې دهرات ولايت دافغانستان دهنري قطب په توګه دى دهرات پوهنتون دمشرتابه هيئت ددغه ولايت په اقتصادي  او فرهنګي راتلونکي کې دهنر دمقام دلوړولو لپاره مشخص پلانونه ترلاس لاندې لري چې دغاليو د ديزاين دديپارتمنت ، دصنعتي کاشي د ديپارتمنت اودصنعتي  سراميک ديپارتمنت  جوړول له دې جملې څخه دي .
دغه نندارتون دپنځلس ورځو لپاره دمينه والو پرمخ پرانستى دى چې له کابل ولايت او له هېواد څخه بهر ديوشمير هنرمندانو اثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته