امنیت

په هرات کې د هند په قونسلګرۍ بريدونکوي يرغلګر ووژل شول

کابل باختردجوزا دمياشتې ٢ :
په هرات ښارکې دهندوستان په قونسلګرۍ  بريدکوونکي يرغلګر دامنيتي ځواکونو د ډزو په  بهيرکې  ووژل شول.
نن سهار دپنځو بجو په شاوخوا کې پنځو تنو ځانمرګو يرغلګرو په هرات ښارکې دهند دقونسلګرۍ په وړاندې په يوې ودانۍ بريد وکړ او له هغه ځاى څخه   يې په دغه  سياسي دفتر راکټي اود درندووسلو بريدونه وکړل.
دهرات ولايت دپوليسو يو مسوول دباخترآژانس  خبريال جيلاني فرهاد ته وويل چې  ټول يرغلګر دامنيتي ځواکونو دډزو په بهيرکې ووژل شول.
ددغه امنيتي مسوول دڅرګندونوله مخې  :   په دې پيښه کې دهند قونسلګرۍ دوه تنه ساتونکي ووژل شول او يو ملکي وګړى ټپي شو.
ويل  کيږي  چې په  دغه بريد کې په هرات کې دهند د قونسلګرۍ کارکوونکو  ته زيان نه دى اوښتى.
يرغلګرو طالبانو په دغې ودانۍ دبريد په وخت کې د دووښځو او دوو ماشومانوپه ګډون ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي يرغمل نيولي و خو امنيتي  ځواکونه   وايي چې دغه کسان په خوندي ډول دطالبانو له منګولو څخه ژغورل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته