امنیت

قوماندان حبيب له دوو تنو افرادو سره يې په هلمند کې ووژل شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
دهلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې دوسله والو طالبانو ديوه قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دهلمند دوالي وياند عمرځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دلښکرګاه ښار دځينو سيمو او په تيره بيا د خشکه او د ساحې دپاکولو په مقصد ترسره شول چې له امله يې دقوماندان ناصر په نامه د طالبانو ديو قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو دوه موټر سايکلونه ويجاړ ، پنځلس ريموټ کنترول ماينونه کشف او يو کلاشينکوف په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته