امنیت

دناټو يو عسکر په افغانستان کې ووژل شو.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
دناټو يو عسکر پرون دافغانستان په جنوب کې ووژل شو.
دغه عسکر چې هويت يې نه دى ډاګه  شوى دګزمې په وخت کې دماين دچاودنې
له امله وژل شوى دى .
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره د خپل دغه پوځي وژل کيدل تاييد کړ خو دهغه دهويت او دپيښې د دقيقې سيمې په باب يې څه نه دي ويلي  . خو دافغانستان په جنوب کې زياتره امريکايي او انګليسي ځواکونه ځاى پرځاى دي.
تيره اوونۍ هم دناټو يو پوځي دافغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره دنښتې په بهير کې وژل شوى  و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته