سیاست

داساسي قانون پرتطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
داساسي قانون پر تطبيق  دڅارنې خپلواک کميسيون   ، نن په يوه غونډه کې دکميسيون دپخوانيو مصوبو داجراکيدو تطبيق  وڅيړه .
دباختراژانس  دخبرله مخې،  دکميسيون منشي  دکميسيون دپخوانيو مصوبو دتطبيق او اجراکيدو دڅرنګوالي په باب دغونډې غړو ته رپوټ وړاندې کړ او وروسته دلاندې موضوعګانو په باب خبرې وشوې او داساسي قانون دحکمونو پربنسټ لازم تصميمونه ونيول شول .
لومړى دهغو تقنيني فرمانونو وضعيت چې داساسي قانون د ٧٩ مادې دحکم پربنسټ  ، دجمهوري رياست  له خوا دملي شورا ددواړو مجلسونو  درخصتيو په وخت کې صادر شوي دي وڅيړل شو او پريکړه وشوه چې موضوع دې دعدليې وزارت له لار ې تعقيب  شي او دغه وزارت مکلف دى چې يادتقنيني فرمامونونه دتصويب  لپاره ملي شورا ته وليږي .
دغه راز دهغو قوانينو په برخه کې  چې ددويم ځل  لپاره له دريو برخو څخه ددوو برخو غړو په رايو سره دملي شورا له خوا تصويب شوي دي او تراوسه پورې جمهوري رياست هغه نه دي توشيح کړي پريکړه وشوه  چې دعدليې وزارت دې په رسمي جريده کې  دهغو په خپرولو اقدام وکړي او دغه موضوع دې دکميسيون له لارې دجمهوري رياست او دعدليې له وزارت سره طرحه شي دغه   راز دقوانينو دپيشنهاد طرحې دپړاونو دبشپړولو په باب ، له دې امله چې داساسي قانون د ٩٧ مادې دحکم پربنسټ  ملي شورا نه شي کولاى له يوې مياشتې څخه زيات ياده طرحه وځنډوي، وپټيل  شوه چې موضوع دې ددولتي ادارو داجرااتو دڅارنې دڅانګې له لارې تعقيب او دنتيجې په باره کې دې دکميسيون غړو ته رپوټ ورکړى شي .
وروسته  په اساسي قانون کې ددرج شويو اووه ګونو انتخاباتو د ترسره کولو موضوع چې دهېواد په مهمو چارو کې دخلکو دواکمنۍ او مشارکت څرګندوى ده وڅيړل شوه او وپتيل شوه چې داساسي قانون پرتطبيق دڅارنې  دخپلواک کميسيون دقانون داتمې مادې دڅلورمې فقرې  له حکم سره سم دې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون واکمن استازي ته بلنه ورکړ شي چې داساسي قانون په حکمونو  کې ددرج شويو انتخاباتو دترسره کولو دزمينې دبرابرولو په کار کې اوسنيو شرايطو او امکاناتو ته په پاملرنې  سره معلومات وړاندې کړي .
په پاى کې  دښارواليو دقانون او دښاري خدمتونو دمحصول دقانون طرحې چې دقوانينو  دتحقيق  او انکشاف دبرخې په واسطه  برابرې شوې وې ، دمجلس  دغړو له خوا وڅيړلې  شوې او وپتيل  شوه چې دغه طرحې  دې کابل ښاروالۍ ته وليږلې شي چې دکميسيون دطرحې پربنسټ  ، دښارواليو  قانون تعديل او پړاونه يې  بشپړ شي .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته