سیاست

دبهرنيو چارو وزير دقطرد بهرنيو چارو له ځانګړي استازى سره وکتل

کابل / دغبرګولې ٢٢مه /باختر:
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست محمد حنيف اتمر دقطر دبهرنيو چارو وزير له ځانګړي استازى ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني سره دتروريزم دمبارزې او دشخړو دمنځګړيتوب په لاره کې وکتل .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې کتنه کې دافغانستان دولت اوخلکودکرونا ويروس  دخپرېدو په دې حساسو شرايطو کې  دقطر ددولت  دروغتيايي مرستو  اوددغه هېواد دګټورو او دوامدارو هڅونې په تېره بيا دطالبانو دډلې  اود افغانستان دولت ترمنځ دسولې درسېدو په لاره کې له ډاکټر قطحاني څخه مننه وکړه .
دغه راز ده ددواړو هېوادونو په بېلابېلو برخوکې  ددوه اړخيزوهمکاريو او پياوړتيا ټينګار وکړ .
ډاکټر قحطاني دهېواد دبهرنيو چارو وزير ته  دسولې په بهير کې دخپل هېواد دهمکاريو پردوام ډاډ ورکړ اوهيله څرګنده کړه  چې ډير ژربه دسولې خبرې اترې پيل شي .
  ختم _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته