امنیت

بيړنى خبر // په کندز کې د طالبانو دعمومي قوماندان وژل کيدل

_کندز  باختردمرغومي  ٢٨ نيټه :
د وسله والو طالبانو عمومي قوماندان  ددغې ډلې له اته تنو نورو  افرادوسره           نن غرمه دکندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې ووژل شو.
دملي اردو دځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم       ( نورستاني ) د باخترآژانس خبريال  ته وويل ؛ يو تاجکستانى قوماندان قاري ابراهيم  چې په کندز ولايت کې يې د جګړې مشرې په غاړه لرله  او په  دښمن مشهور قاري المانس له  اوو تنو ملګرو سره يې ددغه ولايت دچهادرې ولسوالۍ په  يتيم کلي کې دکوماندو دځواکونو  په عملياتو کې ووژل شول.
دکوماندو دځواکونو په دغه  ناڅاپي بريد کې دوسله والو طالبانو ددغو مهمو قوماندانانو په وژل کيدو سربيره ددښمن يوه د ماين جوړولو کارخانه هم په سيمه کې کشف اوله منځه يووړل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته