امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دهيواد په يو شمير ولايتونو کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
دهيواد په يو شمير ولايتونو کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ دجزوتامونو دګډو عملياتو په بهير کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
دغه عمليات د روزګان ولايت دچارچينو او خاص روزګان ، دقندهار ولايت دخاکريز د زابل ولايت دشهر صفا او ارغنداب دولسواليو په مربوطاتو او دهلمند ولايت دلښکرګاه په دوه لاري کې ترسره شول چې له امله يې اووه تنه ډار اچوونکي وژل شوي ، پنځلس تنه ټپيان، درې تنه مشکوک کسان نيول شوي او دغه راز دوسايطو ضد نهه ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : دنويد١٢ دعملياتو او دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ دچشمه ګذار ، ترکمنيه او دبارګاه افغانيه دکليو دپلټنې او تصفيې په بهيرکې د دښمن او په عملياتو کې دشاملو ځواکونو ترمنځ جګړه کې دوه تن وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته