امنیت

امريکا اى – ١٠ جنګي الوتکې افغانستان ته واستولې . // جنرال جيمز هکر : وسله والو طالبانو تراوسه پورې زموږ هوايي ګوزارونه نه دي حس کړي .

-کابل باختر د سلواغې  پنځمه :
امريکا افغانستان ته د اى – ١٠ جنګي الوتکو ديوه جزوتام  په ليږلو سره په دغه هېواد کې خپل هوايي  ځواکونه پياوړي کړل .  امريکايي او دناتو مقاماتو ويلي دي چې دامريکا دغه اقدام هغې  سترې  اړتيا ته ځواب  دى چې افغانستان ورسره  مخامخ دى افغانستان ته ددغه هوايي جزوتام  ليږل  به په افغانستان  کې  دامريکا هوايي  ځواکونه پياوړي او په دقيقه توګه   په هدف دبريد ظرفيت لوړ کړي .
  په افغانستان کې دميشتو نړيوالو ځواکونو دهوايي  برخې  قوماندانۍ ويلي دي چې له دغو الوتکو څخه به دطالبانو په مالي سرچينو ، دنشه يي توکو دتوليد په لابراتوارونو او زيرمنتونونو دبريد او د ډار اچونې ضد عملياتو لپاره کار واخستل شي .
اى – ١٠  الوتکې به دنشه يي توکو دتوليد او قاچاقو په مرکزنوبريدونه وکړي .
دغې قوماندانۍ دغه راز ويلي دي چې ددغو عملياتو دترسره کولو  لپاره به دبي – ٥٢، اف – ١٦او اف – ٢٢  بم غورځوونکو ، کشفي الوتکو او دجنګي هليکوپترونو په ګډون له نورو امريکايي جنګي وسايلو څخه کار واخستل شي په افغانستان کې دميشتو امريکايي ځواکونو ديوې هوايي قطعې  قوماندان   جنرال جميز هکر  وويل چې وسله والو طالبانو تراوسه پورې  دامريکايي او افغان ځواکونو دهوايي قدرت بشپړ  ګوزارونه  نه دي حس کړي .
دتيرميلادي کال دنوامبر له مياشتې څخه تراوسه پورې دطالبانو دنشه يي توکو دتوليد او قاچاقو په تاسيساتو ديرش بريدونه شوي دي چې دامريکايي مقاماتو  دڅرګندونوله مخې دنشه يي توکو دتوليد دڅو لابراتوارونو  په ويجاړيدو او د زيرمتونونو په دړې وړې کيدو سره  وسله والو طالبانو ته دڅه دپاسه شلو مليونو ډالرو مالي تاوان اوښتى دى .
  افغان او امريکايي مقاماتو دنيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دي چې وسله وال طالبان په افغانستان کې دنشه يي توکو دپروسس له څلور  سوه څخه تر پنځه سوه پورې لابراتوارونه  لري او له دې پلوه  په کال کې  کابو دوه سوه مليونه ډالره عايد ترلاسه کوي . 
دمقاماتو دڅرګندونوله مخې،  دنشه يي توکو قاچاق د وسله والو طالبانو دډلې په سلو کې  کابو شپيته مالي سرچينې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته