نوي ډيلي باختر د ثور پنځمه :
دهند ددفاع وزير راواندر جيت سنګه پرون ددغه هيواد پارلمان ته خبر ورکړ چې نوى ډيلي درې هليکوپترونه دافغانستان هوايي ځواکونو ته سپارلي دي .
راواندر جيت سنګه په يوه ليک کې دهند پارلمان ته ويلي دي چې چيتال ډوله هليکوپترونه دروان کال دوري دمياشتې په شلمه نيټه کابل ته سپارل شوي دي .
له دغو هليکوپترونوڅخه کيداي شي دترانسپورت ،دژغونې په عملياتو او په هوايي سروي ګانو کې کار واخستل شي .
چيتال ډوله هليکوپترونه په غرنيو سيمو کې دلوړې کچې دالوتنې وړتيا لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ