امنیت

د هرات دتورغندي دنفتي توکو په تاسيساتو کې دبمي بريد عاملين ونيول شول

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

  دهرات ولايت مسوولين وايي چې دهرات دتورغندي  بندر دنفتي توکو دتاسيساتو دچولو  طرحه  يي ښنډه کړي ده .

 درارسيدلو  خبرونو له مخې وسله والو طالبانو تيره شپه غوښتل دبم په ايښودلو سره  په دغو تاسيساتو بريد وکړي .

 دهرات دپوليسو ويندوى نور خان نيکزاد وايي درې تنه وسله وال طالبان يي دتورغندي په نفتي تاسيساتو کې دبم ايښودنې په وخت کې نيولي دي .

 ده وويل له دغو دريو تنوڅخه يي يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي
 دهرات دپوليسو دويندوى دڅرګندونو له مخې دوو تنو  نيول شويو طالبان  دتورغندي  دسرحدي ښارګوتې په يوه مدرسه کې  زده کړه کوله .

 نيول شويو کسانو اعتراف کړي دي چې له پولي اخوا ديو شمير  کړيو له خوا دهرات په نفتي  تاسيساتو دبريد لپاره ګومارل شوي وي داپه داسي حال کې ده چې دشنبې په شپه هم سرحدي ځواکونو  دطالبانو وسله وال بريد چې غوښتل  يي په دغو تاسيساتو بريد وکړي ناکام  کړي و .

  دتورغندي په تاسيساتوکې هره ورځ په سلګونه ټنه نفتي توکي له ترکمنستان  څخه  وارد  او ساتل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته