امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۱ ترهګر ووژل شول

کابل/دلړم ۵مه/باختر

د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د څلورو داعشیانو په ګډون ۱۰۱ ترهګر وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په لغمان، غزني، فاریاب، کندهار، تخار، هرات، ننګرهار، غزنی، بغلان، پکتیکا، هلمند، میدان وردګ، بلخ، پکتیا، زابل او په کندز ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته