خبرونهTOPورزش

په کابل کې (د افغانستان بزکشۍ لیګ پنځم) پړاو سیالۍ پیل شوې

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

پلازمېنه کابل ښار نن د هېواد په کچه د افغانستان بزکشۍ ليګ پنځم پړاو سیالیو کوربه وو.

د یادو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په ګډون یو شمېر دولتي چارواکو، لوبغاړو او د بزکشۍ مینه والو هم برخه اخیستې وه.

په دغه سیالو کې د کندهار، پنجشېر، تخار، سمنګان، لوګر، بدخشان، کندز، بلخ، باميان او ميدان وردګو ولایتونو د بزکشۍ لوبډلو برخه اخیستې ده.

د المپیک ملي کمېټې رئيس مولوي احمد الله وثیق په د یاد ليګ په پرانیست غونډه کې وویل په روان کال کې افغان لوبغاړو په ۶۰ مختلفو نړيوالو لوبو کې ګډون کړی او ښې لاسته راوړنې يې درلودې.

نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په کچه واليبال ليګ هم پيل شي.

په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د اسلامي شريعت په رڼا کې ملي او نړيوالو لوبو ته ودې ورکولو ته ژمن دی.

نوموړي له لوبغاړو سره د هراړخیزو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

هېره دې نه وي، چې د بزکشۍ د دغه پړاو سیالۍ به د لسو ورځو لپاره دوام وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته