ورزش

د پوهنې داستقلال ټيم د اتحاد غوريان پرټيم بريالى شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
دهرات دفوټبال دغوره ليک  ستنيدو  پړاو سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې په زړه  پورې او ګول لرونکې لوبه کې دپوهنې داستقلال ټيم د صفر په مقابل کې په څلورو سره د اتحاد غوريان  پر ټيم بريالى  شو.
دغه سيالۍ داتو غوره ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده  په دوام يې نن مازيګر دهيواد او دنوايي ټيمونه لوبه  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته