ټولنه

په جوزجان کې شپږ پرمختیایي پروژې بشپړې شوې

شبرغان /دغویي۱۶/ باختر
په جوزجان کې د شپږو پرمختیایي پروژو کار بشپړ شو او دغه پروژې پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه پروژې د جوزجان په ځينو سیمو کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د اوبو لګولو او د کلیو د روغتیا ساتنې له ملي پروګرام څخه د څه د پاسه دولسو میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي .
زیاتره دغه پروژې د څښاک د اوبو شبکې دي چې له ښېګڼو یې په سلګونو کورنۍ او د ښوونځیو زده کوونکي استفاده کوي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته