اقتصاد

جاپان يو سلو يوولس مليونه ډالره د افغا نستان په پرمختيا يي پروژو لګوى

ټاکل شوې ده جاپان د افغا نستان په شپږو عمرا ني پروژو يو سلو يوولس مليو نه امريکا يي ډالره لګوى

دباختر اژانس دخبر له مخې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين نن په کا بل کې د جاپان له سفير ريچيرو تکاشي سره يو موافقه ليک لاسليک کړ چې له مخې يې جاپان يو سلو يوولس مليونه امريکا يي ډالره د افغا نستان په شپږو عمرا ني پروژو لګوى

د کا بل په نړيوال هوا يي ډګر کې د الو تکو دپارکنګ پراختيا ، د باميانو د هوايي دګر جوړول ، د ترافيکى ګڼې ګوڼې د مخنيوي په مقصد د کا بل په شمال کې ديوه واټ جوړول او پراختيا ، د کا بل پوهنتون د کمپيوتر ساينس دپوهنځى د نوى ودانۍ جوړول اوسمبالول يې ، د کا بل په ده سبز سيمه کې د اوبو رسولو اود فرعى واټ د جوړولو دپروژو تمويلول اود افغا نستان د ماليې وزارت لپاره د نغدى مرستو ديوې پروژې جوړول په دغو شپږو پروژو کې شا مل دي چې په نوى موافقه ليک کې ځاى کړى شوى دى

جاويد لودين جاپان د افغا نستان په عمرا ني پروګرام کې د نړۍ يو ډير مهم هيواد وباله چې دغه هيواد د افغا نستان د پرا ختيا او پرمختيا ، امنيت اود بشرى مرستو او بيا ميشت کولو د پرو ګرام په ګډون په بيلا بيلو برخو کې مرستې کړي دي

 جاپان په تيرو لسو کلونو کې د جايکاه مو سسي له لارې له افغانستان سره دڅه نا څه څلورو ملياردو ډالرو مرسته کړې ده

 ديادونې وړ ده چې ددغه موافقه ليک د لاسليک کولو په وخت کې يو شمير جګپوړو دولتى چاروا کو او په کا بل کې د نوى زيلا ند سفير چې هيواد به يې په ګډه د با ميا نو د هوا يي ډګر د جوړولو کارترسره کړي ، برخه لرله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته