سیاست

په تهران کې د افغانستان سفارت خپل قونسلي خدمتونه وځنډول

کابل/ د کب ٤مه/ باختر
په تهران کې د افغانستان سفارت خپل قونسلي خدمتونه د څلورو ورځو لپاره وځنډول.
دغه تصميم له هغه وروسته ونيول شو چې د ايران په څو ولايتونوکې د کرونا ويروس تشخيص شو او پر دغه ويروس څلورو اخته کسانو مړه شول.
په تهران کې د افغانستان سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي: " په تهران کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت قونسلي ټولو مراجعينو ته خبر ورکول کېږي چې د کب له ٤ مې تر ٧ مې د ايران په ځينو ولايتونوکې د کرونا ويرويس د ليدو او تشخيص په پام کې نيولو سره، د دغې نمايندګۍ په قونسلې برخه کې د مراجعينو د زياتې ګڼې ګوڼې او د دغې وژونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره چې زياتره په ګڼه ګوڼه کې په چټکۍ سره خپرېږي؛ په استثنايي ډول له قونسلي خدمتونو څخه معذرت غواړي."
دغه سفارت ويلي دي: قونسلي څانګه به يوازې د مړينې په برخه کې رسيدګي وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته