امنیت

يوتن دوژلو او غلا په تور ونيول شو .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دباميانو پوليسو پرون يوتن دوژلو او غلا په تور ونيوه .
دباميانو ولايت امنيه قوماندان عبدالمتين ايزديار دباختراژانس خبريال ته وويل: پرون سهار دموسى په نامه يوسړى يوسراچه موټر دباميانو ولايت له مرکز څخه  تر يکاولنګ پورې په کرايي ونيوه  او دلارې په اوږدو کې يې دسراچه موټر چلوونکى دچړو په ګوزارونو سره وواژه .
ايزديار وويل :وژونکي مړى په واټ کې وغورځاوه اوله موټرسره له ساحې څخه وتښتيد دباميانو پوليسو غل   وپيژانده او ويې نيوه او پيښه  دپوليسو  له خوا څيړل کيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته