امنیت

د طالبانو له خوا د توغول شوي توغندي دلګيدو له امله شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
په بادغيس ولايت کې داستوګنې په يو کور د طالبانو له خوا دتوغول شوي توغندي
دلګيدو له امله شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې ياغي طالبانو دميزاييلو  يو توغندي دبالامرغاب ولسوالۍ په يوه کلي کې داستوګنې په يوه کور وتوغاوه
چې له امله يې شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته