سیاست

د اجراييه رياست اعلاميه

کابل باختر دسلواغې  ۲۳مه
د افغانستان د اسلامي دولت د لومړنى رييس او د جهاد د مشهور مشر پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي د مړينې په اړوند د اجراييه رياست اعلاميه
د خداى يوو او د خداى (ج) په لور ستنيږو .
د افغانستان د اسلامي دولت د لومړنى رييس معظم جهادي مشر او روحاني شخصيت پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي د مړينې له خبر څخه سخت  خواشيني شوو .
پروفيسر صبغت الله مجددي تېره شپه  د ۹۳  کلنی په عمر  په حق ورسېد.
پروفيسر مجددي متفکر شخصيت، مجاهد، عالم او روحاني لارښود او مرشد و. ارواښاد مجددي د پخواني شوروي د يرغل پرخلاف دافغانستان دخلکو دمقدس جهاد په پيل، د مجاهدينو د برياليتوب او د اسلامي دولت په جوړولو کې اغېزمن رول درلود. ارواښاد د افغانستان په معاصر تاريخ په تېره بيا وروستيو پنځو لسيزو کې يو اغېزمن او مهم شخصيت و .  حضرت صبغت الله مجددي تل د يو خپلواک، ناپيلي او يو موټي افغانستان غوښتوونکی و او د جهاد په دورو او له هغه وروسته د توطيو او دسيسو ښکار نه شو. ارواښاد صبغت الله مجددي له طالبانو وروسته د نظام په بنسټ ايښودلو کې ځانګړی رول درلود او په بېلابېلو موقعيتونو په تېره بيا د بيړنۍ لويې جرګې په رياست، د مشورتي جرګو په رياست او د سنا مجلس په رياست کې خدمت وکړ. په ورستيو اوولسو کلونوکې په بېلابېلو دورو کې له نږدې څخه له حضرت مجددي سره په بېلابېلو مواردو کې مو سلامشورې وکړې او په سترو ملي مسئلو کې مو د ده سلامشورې او نظر واخيست. له شک پرته د حضرت صبغت الله مجددي مړينه  د افغانستان ملت او په تېره بيا مجاهدينو ته ستره ضايعه ده .
په دې وسيله د پروفيسر مجددي د رحلت په خاطر دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او د افغانستان مجاهد او خپلواک خلکو ته  څرګندوم .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته