کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
په هرات ولايت کې څه دپاسه اته زره کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام دپروژو له اسانتياو څخه ګټه واخسته .
دکليودبيا جوړولواوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ . دڅلويښتو مليونو اووه سوه دوه نوي زرو افغانيو په لګښت دملي پيوستون دپروګرام دشلو ټولګټو پروژو کار په هرات ولايت کې بشپړ شوى او پروژې دخلکو داستفادې وړ ګرځيدلي دي .
په دغو پروژو کې دلومړنيو ښوونځيو ، ټولنيزو مرکزونو ، داوبو لګولو دکانالونو، پلګوټو او دګبيوني ډيوال جوړول ، دڅښاک دروغتيايي اوبو دشبکو او دښاري بريښنا دمزوغځول او دنيمه ژورو څاه ګانو کيندل شامل دي .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په هرات ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې دترانسپورت، داوبو رسولو دشبکې ، بريښنا انرژۍ، داوبو لګولو دکانال ، روزنې او ژوندانه په برخوکې ٤٥١٠ پرمختيايي پروژو کار بشپړ کړى او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل