نړۍ

د امریکا سفارت پرانستنې پرضد مظاهروکې ۱۸فلسطینیان وژل شوي دي

نړيوالې خبري منابع  باختر دغويي دمياشتې ٢٤نيټه :
د فلسطیني چارواکو په وینا لږ ترلږه ۱۸فلسطینیان په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
دا شخړې په پوله کې له هغه وروسته پيدا شوې چې امریکا نن په بیت المقدس کې غواړي خپل سفارت پرانیزي.
اسراییل دغه ګام ستایي خو ګڼ شمېر فلسطینیان یې د غندلو په موخه راټول شوي دي.    ټاکل شوې ده لوړپوړي امریکايي چارواکي د جمهوررئيس ترمپ د لور ایوانکا او خاوند یې جارېډ کوشنر په ګډون پکې برخه واخلي.
فلسطیني چارواکي وایي: اسراییلي ځواکونو د یوه ۱۴ کلن هلک په ګډون لږ تر لږه ۱۰ مظاهره  کوونکي ویشتلي. په سلګونه نور فلسطینیان بیا د شپږو اوونیو په موده کې د هغو مظاهروپه اوږدو کې ټپیان شوي چې دوی د سفارت د لېږدولو په مخالفت کې  پیل کړې وې.
فلسطینیان ختیځ بیت المقدس خپل راتلونکې پايتخت بولي او د امریکا دغه ګام ته د اسراییلو په لاس د دغه ښار د لاندې کېدو نښه بولي.
خوله بلې خوا اسراییل بیا بیت المقدس خپل پايتخت بولي.
دجمهوررئيس دونالد ترمپ د تېر کال پرېکړه چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پايتخت په توګه وپېژاند او په دې اړه یې د امریکا د لسیزو بېطرفي ماته کړه د نړیوالو له مخالفت سره مخ شوه.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته